د اشرف غني او عبدالله عبدالله ټیمونو له امریکايي سناتورانوسره کتلي دي


د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیمونو غړیو د امریکا د کانګرس له غړیو سره کتنه مهمه وبلله.
دازادۍ راډیو د راپور له مخې ، د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې یوه غړي فضل الرحمن اوریا وویل؛ په دې کتنه کې توافق وشو چې د انتخاباتو درغلۍ باید په جدي، شفاف او معیاري ډول وڅیړلې شي.
په عین حال کې د اشرف غني احمدزي د ټیم غړي عباس نویان وویل؛ ښاغلي احمدزي له امریکایی سناتورانو سره په کتنه کې په دې خبرې ټینګار وکړ چې؛ د انتخاباتو اړوند مسایل باید د افغانستان د قوانینو په رڼا کې وڅېړل شي.
امریکایي سناتورانو جان مککېن او لینډزي ګراهام د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم له مشرعبدالله عبدالله او د تحول او تداوم د ټیم له مشر اشرف غني احمدزي سره په جلا ډول وکتل.
تمه ده چې، د دې ټیمونو استازي نن په کابل کې سره وګوري او د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د مخامخ کتنو لپاره لار هواره کړي. د عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمن رحیمي نن آزادي راډیو ته وویل؛ استازي ممکن نن او یا سبا وګوري
سره لدې چې ، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چې د رایو د بیا څیړنې په مقصد یې د انتخاباتو ابتدایي نتیجې ځنډولي؛  وایي چې پایلې به  د دوشنبې په ورځ اعلان کړي، خو دداسې ښکاري چې ممکن دغه پایلې یو ځل بیا وځنډول شي.