تخنیکي اختلافاتو د دوو نوماندانو هوکړه له ګواښ سره مخامخ کړیده



واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې، د ولسمشرۍ لپاره د افغان نوماندانو تر منځ د جان کیرې په منځګړیتوب د روغې جوړې نه لا ډیر موده نده تیر ه شوې جې ددواړو نوماندانو ترمنځ  اختلافات راپیداشویدی او نژدې دي چې د روغې جوړې د ناکامیدا لامل  وګرځي .
د واشنګټن پوسټ ورخپاڼه زیاتوي چې ،خبره جوته نده چې د غبرګولي دمیاشتې په څلیرویشتمه نیټه ، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دویم بړاوکې د اتو میلیونو او سل زذه کارول شویو رایو د څیړنې مشر به افغانان اوکه بهرنیان کوي.  دغې موضوع د جان کیري په منځګړتوب  شوی تړون  له خنډ سره  مخامخ کړي او د دواړو نوماندانو تر منځ یې بې باوري منځته کړې ده.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې د دوشنبې په ورځ د ټولو رایوڅیړنه ، چې د تړون پربنسټ  باید په ۲۴ ساعتونو کې پیل شوی وای، پر تخنیکي چاروباندې  د اختلاف له کبله وځنډېده.