دبدلون اوتداوم او اصلاحات وهمګرایي ډلو تخنیکي ټیمونو د ولسمشر دمرستیال خلیلي په منځګړیتوب سره لیدلي کتلي دي



د ولسمشرۍ ددواړو کاندیدانو تخنیکي ټیمونو د ولسمشر ددواړو مرستیالانو په شتون کې سره غونډه  وکړه.
د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ډلې یوه ویانده ازیتا رفعت د چنګاښ په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه غونډه نن په کابل کې ترسره شوې، خو نوموړې په دې اړه نور معلومات نه درلودل.
د پژواک دخبرې اژانس د خبر له مخې ، د یادې ډلې ددفتر یوه غړي او ددې غونډې ګډونوال وکیل سعادتي  وویل چې دتحول او تداوم او داصلاحاتو او همګرایۍ تخنیکي ټیمونو نن دصدارت په ماڼۍ کې ابتدایي غونډه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې ددې غونډۍ مشري د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني او دویم مرستال کریم خلیلي کوله.
د نوموړي په وینا، دا ابتدایي لیدنه وه او دواړو ډلو دیوه بل نظرونه او دریځونه سره واوریدل او ددې نظرونو په رڼا کې به په راتلونکو غونډو کې پریکړې کیږي.
سعادتي وویل چې  په دې غونډه کې د تحول او تداوم له ډلې څخه داوود سلطانزوی، مهجور، ډاکټر فایق، وکیل سعادتي، ډاکټر کاظم، او د اصلاحات او همګرایې له ډلې څخه فضل احمد معنوي، خالد پښتون ، ډاکټر سهاک، بشیر فاروق او امرالله امان برخه اخیستې ده.
د سرچینې په وینا، دواړو ټیمونو موافقه وکړه، چې پاکې رای له ناپاکو څخه جلا شي ، خو ددې کار لپاره به په یوه میکانیزم کار کیږي.