ولسمشر کرزي جان کیري ته ویلي چې د لوړې دمراسیمو لپاره بشپړ تیاری نیول شویدی



د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په کتنه کې وویل چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د اګست په دوهمه تنظیم شوي دي.
ښاغلي کرزي نن سهار په ارګ کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر د انتخاباتو، د انتخاباتي لانجې د حل کولو لپاره د ملګروملتو پر وړاندیزونو او د ټاکنو په اړه د دواړو کاندیدانو د د نظرونو په باب خبرې وکړې.
د ملګروملتو له وړاندیز سره سم د څه باندې ۸ زره محلونو رایې بیا شمېرل کېږي. له دې وړاندیز سره دواړو کاندیدانو موافقه کړې ده.
ولسمشر تاکید وکاوه چې د انتخاباتي لانجې د حل کولو لپاره هره نتیجه چې د کاندیدانو په تفاهم او د افغانستان د قوانینو مطابق لاس ته راشي، د منلو ده.
ښاغلي کرزي د ملګروملتو پر وړاندیز ټینګار وکړ، ویې ویل چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته پوره تیاري نیول شوې او په خپل وخت به نوی ولسمشر واک ترلاسه کړي.