جان کیري له اشرف غني غوښتي چې قانوني دې د مسعود پر ځای اجراییه رييس وټاکي



دتاندویب پاڼې له قوله، ناتایید شوي راپورونه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ولسمشرۍ مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ته وړاندیز کړی چې د اجراییه چارو د مشرۍ چوکۍ د احمد ضیا مسعود پر ځای یونس قانوني ته ورکړي څو روانه لانجه پای ته ورسېږي.
جان کیري، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته کابل ته راورسېد، پرون او نن د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره څو واري خبرې وکړې خو داسي ښکاري چې تر دې دمه یې ستونزه نه وي حل کړې.
په همدې منځ کې ناتایید شوي راپورونه وايي چې ښاغلي کیري پرون د ولسمشرۍ له کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې وړاندیز کړی چې د اجرايي چارو د مشرۍ چوکۍ د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړی یونس قانوني ته ورکړي.
اشرف غني احمدزي تر دوهم پړاو انتخاباتو مخکې احمد ضیا مسعود ته ژمنه ورکړې وه چې په خپل حکومت کې به د درېم مرستیال چوکۍ ایجاد کړي او هر مرستیال ته به جلا دنده وټاکي. د اجرايي چارو مشري به احمد ضیا مسعود په غاړه لري.
ویل شوي چې احمد ضیا مسعود له دې وړاندیز سره مخالفت کړی.
ټاکل شوې ده چې شاغلی کیري نن مخکې تر دې چې له کابل څخه جینیوا ته روان شي، له دواړو کاندیدانو سره په یوه خبري غونډه کې حاضر شي.