یونس قانوني وایي چې د پکتیکا غمیزه د طالب بندیانو د خلاصون پایله ده


یونس قانوني، چې د قسیم فهیم له مړینې وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ لومړی مرستیال ټاکل شوی، وايي چې د طالب بندیانو د خوشي کېدو مخالف دی.
دتاند دویب پاڼې له مخې ،ښاغلي قانوني د جمعې په ورځ د کابل ایمرجنسي روغتون ته لاړ او د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د ټپیانو حال یې واخیست.
په همدې ورځ ولسمشر کرزی اورګون ته لاړ او د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره یې له نژدې غمرازي وکړه او مرستې یې اعلان کړې.
ښاغلي قانوني وویل چې خوشي شوي طالبان بېرته د جنګ جبهې ته ځي او تر پخوا لا زیات جنایتونه کوي چې د اورګون غمیزه یې یوه بېلګه ده.
د وروستیو راپورونو له مخې د اورګون په وحشیانه حمله کې ۱۰۷ تنه وژل شوي او تقریباً همدومره نور ژوبل شوي دي.
د پکتیکا ولایت خلک وايي چې امنیتي چارواکي د دې لپاره چې ملامت نه شي هڅه کوي چې د مرګ ژوبلو شمېر لږ وښيي.
ښاغلي قانوني وویل چې د اورګون حمله حقاني شبکې د پاکستان د آی ایس آی په مرسته کړې ده.
افغان امنیتي ځواکونه په یوه موټر کې د دومره زیاتو او قوي چاودېدونکو موادو یوځای کېدا د طالبانو له توانه لوړه بولي او وايي چې دا کار حتماً د آی ایس آی په مرسته شوی دی. دا هغه مسله ده چې د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال هم ورته اشاره کوي.
په دې برید کې ګڼ شمېر دوکانونه، او کورونه هم نړېدلي او د ولسوالۍ جامع جومات زیانمن شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي چې پولیسو د ځانمرګي موټر پېژندلی و او هغه یې تعقیباوه خو کله چې ځانمرګی په ځان پوی شو موټر ته یې چاودنه ورکړه.