نیویارک ټایمز پر ارګ او دولتي ودانیو د عبدالله عبدالله له برید نه پرده پورته کړیده



نیویارک ټایمز ورځپاڼې افشا کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته د عبدالله عبدالله پلویانو تیاري نیولې وه چې پر ارګ او په څو ولایتونو کې پر دولتي ودانیو یرغل وکړي خو له عبدالله سره د ولسمشر بارک اوباما ټېلفوني خبرو د دې کار مخه ونیوله.
نیویارک ټایمز د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د یوه مشر فضل احمد معنوي له قوله لیکلي چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ سهار وختي له عبدالله سره د اوباما ټېلفوني خبرو په افغانستان کې د واک پر سر د یوه خطرناک کړکېچ مخه ونیوله.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، په داسي حال کې چې د افغانستان انتخاباتي لانجه ترینګلې کېده او لوېدیځ چارواکي څو اوونۍ له دې مسایلو لېري ول، جرمنیان لومړني کسان ول چې په افغانستان کې یې د قدرت پر سر د یوه لوی جنجال په وړاندې خبرداری ورکړ.
نیویارک ټایمز لیکلي: پوره یوه اوونۍ مخکې لوېدیځو چارواکو خبرداری ورکړ چې که یو زورور والي د عبدالله په مشرۍ جلا حکومت اعلان کړي، لوېدیځ به له افغانستان سره ټولې مرستې ودروي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت به هم پای ته ورسوي.
ورځپاڼه وايي، ډېر ژر ثایته شوه چې د جرمنیانو اندېښنه حقیقت لري. د سې شنبې په ورځ د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته دغه افغان والي د یوه موازي حکومت خبره وکړه او ورپسې د عبدالله نورو پلویانو ورته اعلانونه وکړل.
نیویارک ټایمز لیکي، څه چې ونه ویل شول دا و چې د عبدالله خبرداري یوازې پټکې نه وې بلکې یو عملي پلان و.
د عبدالله عبدالله د څو مهمو پلویانو او همکارانو په وینا د عبدالله یو شمېر ملاتړ کوونکو لږترلږه په ۳ ولایتونو کې د دولتي ودانیو د محاصره کولو او نیولو پلان جوړ کړی و. دوی دغه راز دې ته تیاري نیولې وه چې د ولسمشرۍ پر ماڼي- ارګ به ورننوځي او یا به محاصره کوي.
نیویارک ټایمز وايي چې د شمال ټلوالې قومندانانو غوښتل چې پر ارګ دې یرغل وشي. دوی باور درلود چې افغان امنیتي ځواکونه او د ارګ امنیتي ساتونکي به پرې ډزې ونه کړي.
دغو جهادي قومندانانو باور درلود چې اکثره امنیتي ځواکونه د عبدالله عبدالله پلویان دي او ولسمشر کرزی به ونه کړای شي چې پر هغو کسانو د ډزو امر ورکړي چې پر ارګ برید کوي.
فضل احمد معنوي نیویارک ټایمز ته ویلي:«زموږ قومندانان وايي، ارګ ته د ننوتو لپاره د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د بریالیتوب سند ته اړتیا نه لرو. په خپله ارګ ته تللی او هغه نیولی شو. که عبدالله امر کړی وای د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شمول مو څو ولایتونه نیولی شوای.»
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ولسمشر بارک اوباما عبدالله عبدالله ته خبرداری ورکړی و چې حتي د واک د غصبولو فکر ونه کړي، درې ورځې دې صبر وکړي چې جان کیري کابل ته ورسېږي.
معنوي نیویارک ټایمز ته ویلي چې اوباما ډېر ښه کار وکړ که ده دا کار نه وای کړی هر څه به بل ډول و.
سرچینه :تاند ویب پاڼه