د انتخاباتو د رایو د څیړنې پروسه سر له سبا پیلیږي



افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو د رایو د بیا شمېرلو اوتفیش پروسه سر له سبا پیلیږي.
د دې کېسیون ویاند نورمحمد نور، د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه پروسه به د نړېوالو او ملي څارونکو او همدارنګه د دواړو کاندیدانو د استازو پر وړاندې ترسره شي.
د انتخاباتو کمېسیون د معلوماتو په اساس ټاکل شوې، چې له ولایتونو نه د رایو د صندوقونو د انتقال پروسه هم د ایساف په همکاري سرله سبا پیل او د اسد د میاشتې تردوهمې به دوام وکړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو د رایو د بیا څیړنې او تفیش مرحله، د یوه سل کسیز ټیم له لوري د پنجشنبې په ورځ پیليږي او درې اونۍ به دوام وکړي.
د دې کمېسیون ویاند د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د کارپه لومړیو ورځو کې به هر ورځ د پنځه سوه صندوقونه رایې تفیش کیږي او وروسته به د کاري ټیم د ظرفیت په لوړېدو سره دغه رقم لوړ کړای شي:
سبا ورځ د نړېوالو څارونکو پر وړاندې د رایو د صندوقونو د تفیش مرحله انتخاباتو خپلواک کمېسیون په مرکزي دفتر کې پیلیږي.
ښاغلي نور زیاته کړه چې؛ په بیا څیړنه کې به د دې کمیسیون له خوا یوولس او پنځه نړېوال معیارونه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګي یا یوناما له خوا پیشنهاد شوي دي پلي شي.
هغه همدارنګه وايي، چې د بیا څیړنې عملیاتي پلان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري بشپړ شوي او له دواړو انتخاباتي ټیمونو سره شریک شوي دي.
د دواړو کاندیدانو د توافق په اساس ټاکل شوې وه، چې د رایو د بیا شمېرنې او تفیش پروسه د تیرې سې شنبې په ورځ پیل شي، خو دغه پروسه د نړېوالو ناظرانو د نه موجودیت له امله دوه ورځې وځنډول شوه.
بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د اروپايي ټولنې او یو شمېرنورو نړېوالو موسسو ناظرین به د پنجشنبې په ورځ د تفتیش له بهیر خپل نظارت پيل کړي:
د اروپايي ټولنې ځیني ناظرین شتون لري او یو شمېر هغه بنسټونو چې د رای صندوقونو د شمېرلو ته لېوالتیا لري، دوی د راتګ په حال کې دي.
له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي و، چې د ټولو رایو له تفیش وروسته به د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو په اړه به کمیسیون شکایتونه ثبت او په خپل وخت به وڅیړل شي.
سرچینه : ازادۍ راډیو