طالبان وايي دارګون چاودنه ددوی کارندی


دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د پکتيکا په ارګون کې انفجار د اسلامي امارت دمجاهدينو کار نه دی
نن غرمه مهال د پکتيکا ولايت ارګون په بازار کې د درانه انفجار له امله چې په کوم مارکيټ کې دننه تر سره شوي زموږ له شلو ډير ملکي هېوادوال شهيدان او په لسهاوو نور ټپيان دي، ويل کيږي چې په پيښه کې په لسګونه دوکانونه هم ويجاړ شوي او خلکوته زیانونه اوښتي دي.
د دې پيښې واقعيت خو به د تحقيقاتو او پلټنو څخه وروسته لا ښه څرګند شي، خو يوڅه چې موږ يې په صراحت اعلان وو دادي چې داپيښه د اسلامي امارت دمجاهدينو کار نه دی، نه مجاهدين دغه راز اعمال کوي او نه هم په داسې کار سره مجاهدينو ته کومه ګټه رسيږي، برعکس د ولسي خلکو ژوند ساتل او ورته پام کول د اسلامي امارت اوصولي دريځ او مکلفيت دی، موږ له خپله لوري دغه پيښه غندو، د تلفاتو او زیانونو په اړولو سخت خواشيني يو، له مصابينو او متضررينو سره خواخوږي ښيو او ژمنه کوو چې تر خپله وسه به د پيښې په اړه تحقيات او پلټنه هم وکړو.
څرنګه چې دښمن د مختلفو دسیسو په کار اچولو سره دمجاهدينو دبدنامولو هڅې کوي، امکان لري چې د پکتيکا د ارګون د نن ورځې پيښه هم مجاهدينو ته منسوب کړي.
بناء موږ هېوادوالو او رسنيو ته په ډاګه کوو چې دغه کار د اسلامي امارت د مجاهدينو نه ده اونه هم مسئولين د دغه راز عمل د ترسره کولو اجازه ورکوي، په دې اړه بايد ټول ډاډه ووسي.