دڅیړنو په لړکې شاید د ډاکټرغني دوه لکه او د عبدالله عبدالله ۱۲۰ زره رایې باطلې کړی شي

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو تفتیش روان دی او داسي ښکاري چې له ۸ ملیونه او یو لک رایو څخه به شاوخوا ۲ لکه رایې د اشرف غني احمدزي او ۱۲۰ زره د عبدالله عبدالله باطلې شي.
د سې شنبې تر ورځې څه باندې ۳۰ فیصده رایې بیا شمېرل شوي او تفتیش شوې چې په هغو کې د کمپیوټر په وسیله ۵۴ زره رایې د اشرف غني احمدزي وې او ۳۱ زره د عبدالله عبدالله وې.
له دې سره سره له شمېرنو داسي ښکاري چې اشرف غني احمدزی تر خپل سیال ۱ ملیون او ۲ لکه ۱۰۶۰۲ زیاتې رایې لري.
د ډیموکراسۍ انټرنشنل مشر ګلین کوان، چې د رایو د تفتیش یو نړیوال څارونکی دی وايي، داسې نه ښکاري چې روانې څېړنې دې پر اعلان شویو رایو ډېر اغېز  وکړي او د رایو پایله دې بدله کړي.
 ده وویل:« دا ډېره ستونزمنه ده چې د یو ملیون رایو فرق دې په کې راشي، خواحتمال شته، خو که د نړۍ د رایو د بیا شمېرلو تاریخ ته وګورو، هر کاندید چې د رایو تر تفتیش او بیا شمېرلو مخکې وي د رایو تربیا شمېرلو وروسته هم، مخکې وي.»
په تفتیش شویو رایو کې لویه برخه د هغو سیمو ده چې اشرف غني احمدزي پکې زیاتې رایې ترلاسه کړي دي. د اشرف غني احمدزي اکثره رایې په هغو سیمو کې باطله شوي دي چې ده تر ۵۰۰ زیاتې رایې ګټلي دي. دا ډول رایبکسونه د کندهار په پنجوايي پوري تړاو لري.
همداراز د پکتیکا په برمل کې ۵۴۶، په سروزه (سرحوضه) کې۵۹۰ او اورګون کې زیاتې رایې باطلې شوي دي.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د کابل، بلخ، پکتیکا، لغمان، هرات، پکتیا، لوګر، فاریاب، کندهار، پنجشېر، تخار، غور، سرپل، پروان، بادغیس، بدخشان، بغلان، نورستان، جوزجان، غزني، کاپیساو میدان وردک او زابل ولایتونو رایې تفتیش شي.
د میدان وردک ولایت د چک ولسوالۍ د رایو د یوه صندوق ۵۱۰ رایې او د هرات د انجیل ولسوالۍ د رایبکس ۹۰۰ رایې کاملاً باطلې شوې.
عبدالله عبدالله ته په تفتیش شویو رایو کې تر ټولو زیاتې جعلي رایې په لوګر ولایت کې لوېدلي، په یو ځای کې ۵۹۴ او بل ځای کې ۵۹۱ رایې. همداراز د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې هم د عبدالله عبدالله ۵۷۹ رایې باطلې شوي دي.