جنرال رازق غواړي اسعفا وکړي

دشمشاد ټلویزیون په وینا ، باوري سرچینې شمشاد نړۍ وال تلویزون ته ویلي دي چي د کندهار امنیه قوماندان او په جنوب  لویدیځ زون کي د امنیتي چارو مسول تورن جنرال عبدالرازق نیت لري چې د خپلو دندو څخه استعفا وکړي .
سرچینې د نورو جزییاتو له ورکولو څخه ډده کړې ده خو ویل کیږي چي جنرال رازق په دې وروستیو کي له ګڼو فشارونو سره مخامخ و.
په دې هکله مو د امنیه قوماندانۍ د یوه مسوول او نوموړي ته نږدې کس غورځنګ افریدي وپوښتل؛ هغه د تایید او رد څه ونه ویل او په دې هکله څرګندوني یې تر وخت وړاندي وبللې.
په جنوب لویدیځ کي د دغه پیاوړي قوماندان د استعفا ورکولو خبرونه په داسي وخت کي خپریږي چي نږدې څو ورځي وړاندي یې طالبانو ته مرګونې ماته ورکړه. د ده تر قوماندې لاندې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په عملیاتو کي سلګونو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
قومندان رازق په کندهار کې د طالبانو په مخنیوي کې ډېر مهم رول لوبولی خو له دې سره سره چې د طالبانو د ناامنیو مخه یې نیولې، له طالب بندیانو او اسیرانو سره په بې رحمانه چلن تورن دی.