امریکايي سرتیری روبرټ ریچارډز چې دطالبانو پرمړي یې میتیازې کړې وې، ومړ


هغه امریکايي پوځي چې په افغانستان کې یې د طالبانو مړو ته سپکاوی کړی و، په شمالي کارالینا کې مړ وموندل شو.
تاند ویب پاڼه د اسوشیتید پریس خبري اژانس له قوله لیکي چې دا خبره د امریکا د سمندري ځواکونو د تقاعد شوي سرتېري روبرت ریچارډز مدافع وکیل وکړه.
روبرت ریچارډز په افغانستان کې د طالبانو پر مړو متیازې کړې وې او پر خپل جرم یې اعتراف کړی و.
د ده مدافع وکیل ګوی ومک د جمعې په ورځ وویل چې ریچاډز د چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې مړی شوی دی.
د ومک په وینا ممکن ریچاډز د خپلو درملو، چې د څو ټپونو لپاره یې استعمالول، د بدلولو له کبله مړ شوی وي.
د ومک په باور ریچارډز ځان وژنه نه ده کړې.
اته ویشت کلن ریچارډز د امریکا د پوځ په سمندري ځواک کې بریدګی و خو د ۲۰۱۳ کال په اګست کې چې په یوټیوب کې د ده او د ده د ملګرو ویدیو خپره شوه، چې د طالبانو پر مړو متیازې کوي، له خپلو ملګرو سره له پوځه وایستل شو.
پر ریچارډز ثابته شوه چې د جولای په میاشت کې یې د درو طالبانو پر مړو متیازې کړي دي.
د ریچارډز مدافع وکیل خپل موکیل یو اتل بولي خو په عین حال کې دا مني چې نوموړي افغانستان ته په درېم سفر کې لویه تېروتنه کړې وه.