افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي نن د پوهنتونونو له استادانو سره په کتنه کې ویلي چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د هیواد نوي ولسمشر لوړه په ځای کړې
وي.
ولسمشر کرزي د انتخاباتي جنجالونو له کبله د هیواد پر حالاتو ناوړې
اغېزې ته په اشارې وویل، باید د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې په ټاکل شوې نېټه اعلان
شي او افغانستان تر راتلونکو ۱۵ ورځو پوري نوی ولسمشر ولري.
د ولسمشر کرزي په ټینګار او د امریکا د بهرنیو چارو جان کیري په
منځګړتوب دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله موافقه کړې وه چې نوی
ولسمشر به د روان اګست تر پایه څرګندېږي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د تفتیش بهیر یې چټک
کړی او هیله لري چې په ټاکلې موده یعني د اګست تر پای ته رسېدو مخکې به د رایو
تفتیش بشپړ شي او د انتخاباتو رسمي پایلې به اعلان کړای شي.
ښاغلي کرزي د دواړو کاندیدانو ترمنځ شوې موافقې ته په اشارې وویل
چې هیله لري دا موافقه به د خلکو سترې ګټې او اوسني حالات په پام کې ونیسي او ژر
به د انتخاباتو پایلې اعلان شي.
همدارنګه،
د افغانستان ولسمشر کرزي نن په یوه بله کتنه کې چې په افغانستان کې د ملګروملتو دڅانګړي استازي یان
کوبیش سره وکړه، ویلي چې، اوسنی حالت د افغانستان د خلکو پر ژوند او اقتصاد منفي اغېز کړی
او افغانان زیات انتظار نه شي کولی.
ده ټینګار وکړ چې د انتخاباتو پایلې باید په خپل ټاکلي وخت یعنې د
روانې میاشتې تر پایه اعلان شي .
په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر
یان کوبیش د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تفتیش په بهیر کې د پرمختګ په اړه
معلومات وړاندې کړل.