کرزی: غواړم ژرترژره دانتخاباتو پایلې جوتې شي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن وویل چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه غواړي ځکه چې د ده دوره پای ته رسېدلې ده.
حامد کرزي د خوست پوهنتون له استادانو سره به کتنه کې وویل چې د افغانستان خلکو ده ته د پنځو کلونو لپاره رایه ورکړې وه او هغه وخت نور بشبړ شوی دی.
ده تاکید وکاوه چې د افغانستان خلکو نوي ولسمشر ته رایې ورکړي او نوی ولسمشر به په راتلونکو لس یا پنځلس ورځو کې واک ترلاسه کړي.
ښاغلي کرزي وویل:«د انتخاباتو پایلې ژر تر ژره غواړو، نوی ولسمشر راځي، زما د ولسمشرۍ او حکومت وخت پوره شوی ځکه چې د افغانستان خلکو د پنځو کلونو لپاره ماته رایه راکړې وه او هغه موده بشپړه شوې ده. افغانانو نوي ولسمشر ته رایې ورکړي او نوی ولسمشر به ان شاالله له لسو تر پنځلس ورځو کې راشي. په هماغه ټاکلي وخت چې یوه میاشت یې له ما څخه غوښتی و هغه مې ورسره ومانه، دا وخت نور نه اوږدېږي.»
د افغانستان ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د انتخاباتو ژر نتیجه غواړي او په دې هڅه کې دی چې په هماغه وخت چې وعده یې شوې وه، انتخابات نتیجې ته ورسېږي.
له بلې خوا د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي کرزي پرون د ملګروملتو له خاص استازي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له رييس سره په کتنه کې د رایو د تفتیش د بهیر، تخنیکي ستونزو او د رایو د شمېرلو د بهیر د چټکولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رييس وویل چې کمیسیون تیار دی چې د رایو د تفتیش بهیر چټک کړي خو ښاغلي نورستاني وویل چې په دې برخه کې د دواړو کاندیدانو همکارۍ ته اړتیا لري.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د سرچینو په وینا تراوسه شاوخوا ۶۰ فیصده رایې شمېرل شوي دي.
خو داسي اندېښنې پیدا شوي چې که د تفتیش پروسه هم بشپړه شي ښايي بیا یې هم عبدالله عبدالله ونه مني.
د ښاغلي عبدالله پلویانو ویلي چې د تفتیش په بهیر کې یې ستونزې نوټ کړي او که نتیجه د دوی په خوښه نه وه نو د پایلو د اعلان په وخت به خپل اعتراضونه اعلان کړي.