دپاکستان پوځیانو د کندهار ولایت د معروف پر ولسوالۍ برید کړیدی


د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې پاکستاني پوځیانو نن له غرمې مخکې د کندهار پر معروف ولسوالۍ د درنو وسلو ډزې پیل کړې چې څه باندې درې ساعته یې دوام وکړ.
دتاند ویب پاڼې دخبر له مخې، د کندهار د امنیه قومندانۍ ویندوی او د معروف ولسوالۍ چارواکو وویل چې د پاکستان پوځ تر غرمې مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې د درنو وسلو حمله پیل کړه چې تر دوه نیمو بجو یې دوام درلود.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویندوی ضیا دراني وویل چې د پاکستان د پوځ په دې یرغل کې یو شمېر ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
خو د معروف ولسوالۍ چارواکو وویل چې لږترلږه یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
دراني وویل چې پاکستاني پوځیانو هڅه کوله چې د افغانستان معروف ولسوالۍ ته راننوځي خو د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په شا وتمبول شول. د ده په وینا د افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت له کبله پاکستاني پوځیانو د افغانستان لور ته بې هدفه ډزې وکړې.
تر دې پخوا پاکستاني پوځیانو څو ځلي پر معروف حملې کړي دي.
د تېر کال په جون میاشت کې په معروف ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغان سرحدي پولیسو پر یوې پوستې په حمله کې یو افغان ملکي ووژل شو او یو شمېر افغان پوله ساتي ژوبل شول.
له بلې خوا د کونړ ولایت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تیرو(۲۴) ساعتونو کې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ باندی د پاکستاني نظامیانوله خوا (۴۱)مرمۍ راتوغول شوي چې له امله یې په دانګام ولسوالۍ کې یوه ملکي ښځه ټپي شوي.