جمهوررئیس کرزی: د نوي جمهوررئیس د تحلیف د مراسمو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل د تمدید امکان نشته



دارګ لخوا خپاره شوې  خبرپاڼه لیکې :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبیش سره وکتل
.
په دغه کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي یان کوبیش د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش د پروسې د پرمختګ په اړه جمهوررئیس حامدکرزي ته وروستي معلومات وړاندې کړل او وې ویل چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه یې غوښتي دي چې د تفتیش پروسه نوره هم ګړندۍ کړي.
جمهوررئیس حامدکرزي څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت د نوي جمهوررئیس د تحلیف د مراسمو د پرځای کولو لپاره په بشپړه توګه چمتوالی لري او پر ژمنه شوي میعاد یعنې د سپټمبر په دوهمه چي د وږي یا د سنبلي د میاشتې له یوولسمي نېټي سره برابره ده، باید د نوي جمهوررئیس د تحلیف مراسم ترسره شي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه چې د یاد ضرب الاجل د تمدید امکان نشته.
د یادونې وړ ده چې د نوي جمهوررئیس د تحلیف مراسمو ته د اګست دوهمه نېټه ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو د خاص استازي او د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو په غوښتنه دغه نېټه د یوې میاشتې لپاره تمدید شوه.
همدا راز، تېره پنجشنبه جمهوررئیس کرزي په کابل کې د امریکې له سفیر سره پخپله کتنه ، د امریکا د متحده ایالاتو حکومت ته په کلکه دا پیغام ورکړ چې اوس چې ملګري ملتونه او بهرنیان د انتخاباتو د رایو د تفتیش پروسه کې ښکیل دي نو دوی مسوولیت لري چې دا پروسه ګړندۍ کړي ترڅو د افغانستان د نوي جمهورئیس د تحلیف مراسم د وږي تر یوولسمې چې د سپټمبر له دوهمې سره سمون لري، پرځای شي.
جمهوررئیس د امریکې سفیر ته وویل چې د افغانستان د انتخاباتو د رایو د تفتیش د پروسې ځنډ د هېواد پر اقتصادي او امنیتي وضعیت باندې منفي اغیزه کړې ده. جمهوررئیس کرزي ټینګار وکړ چې ټاکل شوی میعاد په هیڅ صورت تمدیدلی نه شي