دنوي ولسمشر د لوړې مراسم به د سپټمبر ترلسمې نیټې پورې وځنډیږي



داسې ښکاري چې دولسمشرۍ لپاره  د دویم پړاو د رایو پرسر ډرامې له خپل ورستیاڼ ته ندي نژدې شوې او دناټو په غونډه کې چې د سپټمبر په څلورمه به پیل کیږي،د کرزی ځای ناستی به  ګډون ونکړی شي ..
دنویو راپورونو له مخې ، د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو نېټه به ، چې د سپټمبر دوې مه ټآکل شوې ، یوځل بیا د  سپټمبرتر لسمې پورې  وځنډول شي .
ناټو وايي چې د دوی لپاره د بریتانیا د ویلز ایالت په سرمشریزه کې، چې د سپټمبر په څلورمه او پنځمه جوړېږي، د نوي افغان ولسمشر ګډون خورا مهم و ځکه چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو پر راتلونکي رول خبرې او پرېکړې کېږي.
د ملګروملتو د مرستندوی دفتر ، یوناما په خبرپاڼه کې راغلي دي چې، په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړی  استازي یان کوبیش ولسمشر حامد کرزي ته ویلي چې د باوري او کره پلټنولپاره وخت ته اړتیا ده خو له دې سره سره  کیدای شي چې  د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو د رایو پلټنې د سپټمبر تر لسمې پوري بشپړ شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، له ټولو اړینو اقداماتو وروسته له قانون سره سم د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید هر څومره چې ممکنه وي  هغومره ژر ترسره  شي.
اوسهمال  د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو دپلټنې چارې د ملګروملتو تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي.