دانتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي : د جمعې تر ورځې پورې یې کابو د لسوزرو محلونو رای پلټلې دي



د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي دجمعې  ترورځې پورې یې، لږاوډیر د لسو زرو محلونو رای پاڼې  د انتخاباتو د کمیسیون د رایو سیستم ته داخل شوې وې، د شکمنو رایو د باطلولو په غونډو کې څېړلي چې،  د هغو له  ډلې د یوسل او شپږ دیرشو  محلونو رایې باطلې شوي دي.
همدارنګه نوموړي کمیسیون د جمعې په ورځ د نهه شپیتو  محلونو د رایو پایلې اعلان کړې او د ۱۱۶۴ نورو مرکزونو په اړه یې د څېړنو غوښتنه وکړه.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په علني غونډه کې، چې د کاندیدانو له څارونکو پرته د نړیوالو څارتکو او رسنیو په وړاندې یې جوړه کړې وه، د کمیسیون مرستیال، عبدالرحمن هوتکي خبریالانو ته وویل چې له ۳۰۰۰ رای بکسونو څخه د نورو  ۴۹۶  بسونو پلټل اړین دي .
نوموړي زیاته کړه  چې ،د رایو د ۶۲۸ مرکزونو د رایو بیا شمېرل او تفتیش روان دی. د ۶۹ مرکزونو لس زره ۲۶ رایې رد شوې.
د افغانستان د انتخاباتو د قوانینو له مخې ، د دواړو نوماندانو  ټیمونه کولای شی چې د څلریویشتو ساعتونو په اوږدو کې  د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پرېکړو په  د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته خپل شکایتونه ورسوي .
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د څارونکو د زیاتېدا غوښتنه کړې خو داسي راپورونه شته چې ملګري ملتونه د څارونکو ټیمونو کمېدو ته لېوالتیا ښيي. د ملګروملتو دې هڅې د افغانستان د راتلونکې د خرابولو لپاره د یوې قصدې هڅې په اړه شکونه پیاوړي کړي دي خو څو راتلونکې ورځې به وښيي چې نړیوال په افغانستان کې څه غواړي.