درایو د باطلولو بهیربه یوځل بیا د دوشنبې په ورځ پیلیږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې؛ د دوشنبې په ورځ به د راییو د ابطال بهیر پيل شي.
د کمیسون مرستیال عبدالرحمن هوتکي پرون (جمعه) ازادي راډیو ته وویل چې؛ کاندیدان به وخت ولري چې، د روان بهیر د ټولو مرحلو په ارتباط خپل شکایتونه، نظرونه او پوښتنې د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسون ته وړاندې کړي.
د تحول او تداوم ډلې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې؛ د راییو د تفتیش او شمیرنې کار د دواړو انتخاباتي ټیمونو په خوښه پيل شوې او نتایج یې باید ومنل شي.
د اصلاحاتو او همپالنې ډلې وویل چې؛ د ټولو راییو د څیړنې او شمیر کار ته متعهد دي؛ خو په دې بهیر کې رامنځ ته شویو خنډونو د چارو د شفافیت په اړه اندیښنې پيدا کړې دي.
دواړو انتخاباتي ټیمونو ټینګار کړی چې؛ د افغانستان نوي منتخب ولسمشر باید د شفافو راییو له مخې وټاکل شي.