ښاغلی کرزی په ارګ کې دولسمشر ماڼۍ خپل ځای ناستي ته خوشې کوي



دافغانستان ولسمشرښاغلی حامدخان کرزی پداسې حال کې چې لاتراوسه څرګنده نده چې دهیواد راتلونکی ولسمشر به څوک او خپل کاربه څه وخت پیل کوي، خپل شخصي سامان او لوازم ټولوي او په ارګ کې د ولسمشر دماڼۍ خپل نوي استوګنځای ته د لیږد چمتوالی نیسي،ترڅو دغه ماڼۍ خپل راتلونکي ځای ناستې ته وسپاري.  
ښاغلی حامدکرزی په ۲۰۰۲کال کې، دامریکالخوا دطالبانو د واکمنۍ د رانسکورولو نه پس، دافغانستان د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو او په ارګ کې د ولسمشر په ماڼۍ اوسیږي.
ذ ولسمشر ویاند ښاغلي ایمل فیضي رسنیو ته ویلي دی چې « ولسمشرحامدکزي لاڅو ورځې پخوا خپل شخصي سامان اولوازم، په ځانګړې توګه، کتابونه چې ډیرمهم او دکرزی لپاره دارزښت لرونکي دي، سنبال کړي او تړلي دی،خو دښاغلي کرزی صیب نوی کور ته لا ندي لیږدول شوي.
فیضي زیاته کړې، هغه وسایل او سامان چې په ارګ پورې اړه مومي، پخپل ځای پاتې کیږي.