نور وايي : که د رایو دڅیړنو بهیر بې طرفه نه وو، نو پاڅون به را مخې ته شي



دبلخ والي عطا محمد نور ويلي دي چې؛ که د رايو د تفتيش بهيربې پرې ثابته نه شو او د ده د خوښي کانديد عبدالله عبدالله ګټونکې ونه ټاکل شو، په هېواد کې ملي پاڅون رامنځته کېدای شي.
د جون د مياشتې د انتخاباتو د نتايجو وروسته، عطامحمد نورد يوه سترلاريون ګواښ کړی وو.
عطا نور چې پرون دی کابل ته راغلی، وايي چې د شوروي اتحاد سره د جګړې پرمهال ټپي شوی وو او اوس يې د هغو زخمونو د عمليات لپاره له هېواده دباندې تللی وو.
دازادۍ راډیو د راپور له مخې ،ښاغلي نور ډېر ژر د بهرنيو او افغان چارواکو په هلوځلو جوړ شوي د انتخاباتو بهير ته په ښکاره ګواښ وکړ، چې په دې بهير کې د طالبانو د رژيم وروسته له ۲۰۰۱میلادي کال را په دې خوا به د لومړي ځل لپاره په ډيموکراتيکه توګه د ولسمشرۍ واک نوي جمهورريس ته سپارل کيږي. ده له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې وويل:
که د رايو تفتيش يو اړخيز وي يا په کې درغلی وشي، موږ به هغه نتايجو ته سرنه ټيټوو او نه به يې منو.
موږ کړکېچ نه غواړو خو موږ به د خپلو خلکو د حق دفاع کوو. موږ به ملي پاڅون وکړو.
موږ به دولتي ودانۍ او ادارې ونيسو. موږ به دا بهير تحريم کړو. او موږ به راتلونکې حکومت نه منو ځکه چې هغه به هيڅ مشروعيت نه لري.″
د عبدالله مشرمرستيال محمد صيقل دعطامحمد نورد خبروپه هکله واشنګټن پوسټ ته ويلي دي چې؛ دا دهغه خپل نظردی او د عبدالله کمپاين يې نه تاييدوي.
عطا محمد نوردا خبرې پرون له هغه وروسته وکړې چې د عبدالله سياسي مخالف اشرف غني د قدرت د وېشلو له خبرې پرشاشواو وې ويل چې په يوه هېواد کې دوه مشران امکان نه لري.
دواړوکانديدانو د امریکاپه غوښتنه د جون په مياشت کې د قدرت پر وېش موافقه کړې وه.
ښاغلي نورد جون په مياشت کې د لومړي پړاو د انتخاباتو د نتايجو له اعلان وروسته هم ورته ګواښونه کړي وو.
ښاغلي عبدالله پرخپل مخالف کانديد د لوړې کچې د درغليو تورونه ولګول او تاوتريخوالی زيات شو.
د راپورونو له مخې وسله وال کسان د کابل پرلور وخوځېدل او عطا محمد نور خبرداری ورکړ چې که عبدالله ټاکنې وبايللې، دی به په کابل کې موازي حکومت اعلان کړي.