ولسمشر کزری په هرصورت کې واک پریږدي، کیدای د واک تشه رامخې ته شي



نن غرمه د  افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبیش سره په  ارګ کې کتلي دي .

په دغه کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د پلټنې  د بهیر د مختګ په اړه ښاغلي ولسمشر  حامدکرزي ته معلومات ورکړل.

ښاغلي یان کوبیش وویل چې د رایو د پلټنې بهیر په ښه ډول پر مخ روان دی خو د روان کال دسپټمبر ترلسمې نیټې
 پورې د دغه بهیر پای ته رسول ناشوني دي.
داپداسې حال کې ده چې ، ولسمشر حامد کرزي ویلي چې دکه  انتخاباتو د پایلو په اعلانېدو کې خنډونه اوستونزې هم رامخې ته شي، دی بیا هم واک پریږدي .
 دسیاسی چارو ځینې  تحلیلګران پدې ویره کې دی چې ،کیدای شي په هیواد کې د واک تشه رامخې ته شي .
د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي هیله څرګنده کړه چې د رایو د پلټنې بهیر به د روان کال د سپټمبر دمیاشتې تر لسمې نیټې پورې پای ته و رسېږي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو سازمان له دې وړاندې د جمهوررئیس حامدکرزي په نامه په یوه لیک کې د ټولو انتخاباتي رایو د سل په سلوکې د پلټنې په موخه د اګست له دویمې څخه د یوې میاشتې لپاره د نوي جمهوررئیس د لوړې د مراسمو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.