د داعش وسلوال باید وځپل شي - دامریکا د دفاع وزیر



د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیرچیک هیګل وایي، د عراق اسلامي دولت وسله والو د امریکا ګټو ته نږدې خطر پیدا کړی او باید وځپل شي.
هیګل د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل، د اسلامي دولت ډله عادي تروریستي ډله نه ده بلکه دوي په وسلو ښه سمبال او روزل شوي کسان دي او زیاتې مالي مرستې ورسره کیږي.
د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس جنرال مارتین ډمپسي چې د هیګل په څنګ کې ولاړ و، په خپلو خبرو کې یي وویل، د اسلامي دولت د وسله والو مهارول ممکن دي، خو خبرداری یي ورکړ چې سوریي ته په دغې ډلې پسې له تلو پرته، دا کار په دائیمي ډول نه شي ترسره کیدلای.
د امریکا دفاع وزیرچیک هیګل او د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال ډیمپسي په داسې حال کې په واشنګټن کې خبري کنفرنس کې خبرې وکړې چې؛ وسله والو دوې ورځې وړاندې، له یرغمل شوي امریکایي ژورنالیست جیمز فولي نه سر پرې کړ.
د امریکا عدلیه وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، د فولي د قتل په اړه یي جنایي دوسیه پرانیستې ده.
د پنجشنبې په ورځ دا هم په ډاګه شوه چې وسله والو د فولي د خوشي کولو لپاره د سلو میلونو ایرو غوښتنه کړي وه