دعبدالله عبدالله د پلویانو تر مظاهرې وروسته ،دافغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما خبرداری



په افغانستان کې دملګروملتونو دفتر یوناما، نن خبرداری ورکړ چې که چیرې یې کارکوونکي  وځورول شول یا چا لاس ورواچاوه ، نو د افغانستان سره به  خپلې مرستې ودروي .
یوناما دغه خبردارۍ وروسته له هغې ورکړی چې، د عبدالله عبدالله یو شمېر پلویانو په کابل کې مظاهره وکړه او په داسي حال کې چې د یوناما د مشر یان کوبیش پر تصویر  یې سرې کرښې ایستلې وې، د ملګروملتو پرضد شعارونه ورکول .
د عبدالله پلویانو دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی ، په انتخاباتي درغلیو کې په لاس لرلو توری کړی .
ملګري ملتونه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو د رایو په پلټنه  کې مهم رول لري . د دویم پړاو څه ناڅه  اته ملیونه رایې د ملګروملتو د څارونکو تر څارنې  لاندې پلټل  شوې دي .
ملګروملتو پس له هغه چې، عبدالله عبدالله د انتخاباتو د پایلو له منلو انکار وکړ، ویې ویل چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او د ملګروملتو او نړیوالو څارونکو تر نظارت لاندې د رایو پلټنې وشي، درایو دپلټنې دبهیر دڅار دنده په غاړه واخیسته .
په افغانستان کې د ملګروملتو دفتر یا یوناما نن وویل:«د ملګروملتو پر کارکوونکو برید یا د هغوی وېرول که لفظي وي یا فزیکي ،نشي منلی  
ملګروملتو د عبدالله عبدالله د پلویانو مظاهرې ته په اشارې ویلي:«که دا ډول بد سلوک دوام وکړي، ملګري ملتونه به اړ شي چې، په افغانستان کې خپل فعالیتونه ډېر لږ کړي، او د افغانستان خلکو ته مرستې محدودې کړي.»
دا پداسې حال کې ده چې ، ټاکل شوې   په  روانه اوونۍ کې د انتخاباتو پایلې  اعلان شي .