دواړه نوماندان دملي یوالي پرحکومت او دواک پر مساوي ویش سره سلا شویدي



د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ د دواړو کاندیدانو استازو تایید کړې چې د جمعې د ورځې د خبرو اترو په پای کې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د یو مشترک حکومت د جوړولو په اړه ،ټول اختلافات حل شوې دي . دوی وايي چې په دې اړه د دواړو لورو ترمنځ یوه څلور مخیزه تړون  هم چمتو شوېدی چې نن  دسپټمبر په شلمه  به یې دواړه نوماندان دانتخاباتو دپایلو سره یوځای  ،اعلان کړي. .
د دواړو لوریو ترمنځ د شوې موافقې جزییات لا   جوت ندي ،خو د عبدالله استازي ویلي  چې په تړون  کې حکومت او واک د دواړو نوماندانو ترمنځ په مساوي توګه  ویشل شوی دی .
ویل کیږي چې لا هم د انتخاباتو د وروستیو نتایجو د اعلان پر سر اختلاف پاتې دي . د انتخاباتو کمیسیون پتیلې ده چې،وروستۍ پایلې  نن اعلان کړي ،خو د عبدالله عبدالله ډله غواړي چې یا خو دې نتایج هیڅ نه اعلانیږي او یا دې مساوي اعلان شي .
سیاسي تحلیل ګران پدې اند چې ، که چیرې دواړه نوماندان  دملي یوالي دحکومت په جوړولو او دواک په مساوي ویش سلااو جوړ راشي، نو رښتیاهم په هغه صورت کې به د پایلو اعلانولو یو بې مفهمومه او بې منطقه کار وي . دوی ویره ښکاره کوي چې ددې تړون په پایلې کې رامخې ته شوی حکومت به ډیردوام ونکړي او دابه په افغانستان کې د یوه نوي کړکیچ پیل وي .
له بلې خوا دا امکان هم شته چې د اجرایوي پوسټ پر سر به دهمپالنې د ټیم ترمنځ مرڼې او جنجالونه رامخې ته شي او پرې به نږدي چې عبدالله عبدالله پر دغه پوسټ پلتۍ ووهي .