دافغانستان لویې څارنوالۍ دپغمان د پیښې ښکیل مجرمینو ته داشدو مجازاتو غوښتنه کړیده



دافغانستان  لویه څارنوالۍ وایي په پغمان کې د جنسي تیري د پیښې دعاملینو  ته یې د اشد مجازات غوښتنه کړی،
د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې د پغمان په ولسوالۍ کې د نژدې دوو اونیو وړاندې په څلورو ښځو د جنسي تیري د پیښې دعاملینو دوسیه نن د افغانستان سترې محکمي ته استول شویده چې،  په کې د پیښې عاملینو ته د اشد مجازات غوښتنه شوې ده.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي د شنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې ددغې دوسیې په باب د معلوماتو په وخت وویل چې په دغه پیښه کې ټول لس تنه شریک دي چې اوه تنه یې نیول شوي او درې تنه یې په تښته کې دي .
عزیزي زیاته کړې : "زموږ د افغانستان او د لویې څارنوالۍ په تاریخ کې ورته  دوسیه نلرو،چې په کې یو شمیر کسانو د هیواد نافذ قوانین تر پښو لاندې کړي ، د وسلو په زور یې لاره  نیولې  وې ،د هیواد د ملي پولیسو له ینفورم نه ګټه اخستلې  وي ، د افغانستان د اوسیدونکو په وړاندې یې لاره نیولې  وي او جنسي تیرې یې پرې کړې وي".
عزیزي وویل:" هغه لباس چې دغو کسانو د پیښې په شپه ترې کار اخیستی وواو  د ښځو نه غلا شوې ګاڼې، ترلاسه شوې او هم د پیښې فرباني شوو ښځو دا کسان پیژندلي دي"
داپداسې حال کې چې په رسنیو کې ځینو کسانو شکونه څرګندکړیدي چې ګواکی،نیول شوي کسان هغه مجرمین ندي، کوم چې په نوموړې پیښه کې ښکیل وو.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې د دریو نورو تورنو د نیولو لپاره هڅې روانې دي او د افغانستان په سرحدي بندرونو کې پولیسو ته ددغو دریو تنو په باب معلومات ورکړ شوي، تر څو هفوي له افغانستان بهر پښې سپکې نکړي .