دهندیو سک چې سل پونډه وزن لرونکې پګړۍ پرسروي



پټیاله: یوه سک دسلو پونډو پګړۍ په سرتړلو سره ،په پټیاله کې وګړي حیران کړل.
دهند د رسنیو له مخې، دهند دپنجاب ایالت د پټیاله ښاریوه اوسیدونکي اوتار سنګ موني یوه پګړۍ پرسر کړې وه چې وزن یې دیوه ماشوم نه زیات وو، خو سره لدې،نه خو دنومړي پګړۍ دهغه له سرنه غوزځیدله او نه یې هم دهغې وزن احساسوه.
داوتار سنګ د پکړۍ ټولټال اوږدوالی شپږسوه پنځه څلویښت مټره دی چې د سکانو دګاڼو سره سم ، ورباندې بیلابیل سنګارونکي سامان هم ټومبل شویدي، چې له امله یې د پګړۍ وزن سلو پونډو ته رسیږي. اوتارسنګ ددومره درنې پګړۍ د پرسرکولو سره سره ، نه یوازې دا چې دعامو وګړيو په شان پلی ګرځي، بلکې موټرسایکل هم چلوي. نوموړی وايي چې، غواړي تر ټولو درنې پګړی دپرسرګرځولو نړیوال ریکارډ ټینګ کړي.