یارمې له مانه امیلونه غواړي- غزل



یارمې له مانه امیلونه غواړي
په وچه دښته کې ګلونه غواړي
وايي په زړه کې راله ځای دې راکړه
په وران، ویجاړه کلي کې خونه غواړي
دا د بیلتون ورځې به هم تیرې شي
بس ستا خوږه،خوږه یادونه غواړي
زړه د دښمن لا سم سوړ شوی ندی
نورهم دوینو سیلابونه غواړي
نور تر سپوږمۍ او ترمریخه لاړل
پښتون دپلار،نیکه ورک پلونه غواړي

زه ډیرنتلی که خو شیخ یې وایه
زه یې یو ګوټ،دی یې سیندونه غواړي

چل یې راځي خو بس متل دی وايي
بووو ،چې کوې، نو بوووشونډونه غواړي

ولې اسمان پر ځمکه نه راغورځي
چې زه ولاړ یار رخصتونه غواړي

(منتظر) کړوپ په ملا په لار روان دی
تیردځوانۍ هغه وختونه غواړي