جان کیري به د نوي افغان ولسمشر دلوړې په مراسمو کې ګډون ونکړي



د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به د دسپټمبرپه نهه ویشتمه نیټه، په کابل کې د افغانستان د نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړای شي، ځکه چې پدغه ورځ به نوموړی دغرمې په هغه ډوډۍ کې برخه اخلي چې، د متحدو ایالتو مرستیال ولسمشر جوبایډن به یې د هند د لومړي وزیرنریندرا مودي په ویاړ کوي .