دپغمان دپيښې عاملین به په عام مظهر کې پانسي شی



دافغانستان ولسمشرحامد کرزي  شنبې په ورځ د ښځو یوې ډلې ته  ویلي چې  د پغمان دناوړه پیښې په عاملینو به د محکمي حکم په علني توګه پلی شي
د افغانستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ،ولسمشر کرزي افغان میرمنو ته د پغمان د ډله ایز جنسي تیري عاملینو ته په عام مخضر کې د سزا د ورکولو ډاډ ورکړی دی.
ولسمشر کرزي دغو ښځو ته په خپله وینا کې ویلي دي  چې لا دمخه یې دستري محکمي د ریس نه، دغو تورنو ته د پانسۍ د سزا د ورکولو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر کرزي زیاته کړې :"زه دپانسۍ دسزا په کلکه مخالف یم او په هر حالت کې مې مخالفت کړی دی، خو دغو مجرمینو  ته مې  دهغې  غوښتنه کړیده ".
په عین حال کې ،پدې اړوند دهیواد په بیلابیلو سیمو کې خلک دمظاهر په ترڅ کې ،دغو مجرمینو ته د پانسۍ  غوښتونکي شویدي.
د جمعې په ورځ د کابل د ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې خلکو ددغې پیښې عاملینو ته د سختې سزا د ورکولو اود پیښې د غندلو لپاره مظاهره وکړه. همدارنګه  نن د خوست په ولایت کې هم په سلګونو کسانو ددې پیښې د غندلو او عامیلینو ته د سزا د ورکړلولو لپاره په دغه ښار کې مظاهرې کړي دي.
مظاهره کوونکو له ولسمشر حامد کرزي او عدلي او قضايي ارګانونو په کلکه غوښتنه کړې ، چې د پغمان د پیښې عاملينو ته د سزا په ورکولو کې ځنډ ونه کړي او دا کسان دې په عام محضر کې پانسۍ  کړي.
نږدې دوه اونۍ وړاندې د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې لسو وسلوالو د پوليسو جامې يې پر تن وې، د واده له مراسمو ستنیدونکي یو شمیر کورنیو نارينه او ښځې له موټرو ښکته او د هغوی نه د قیمتي وسایلو ګاڼو د لوټلو سربیره یې په ددغو کورنیو په ښځو جنسي تیري هم وکړل.