موږ پراوبو زړه ورلاهو کړو، ترې کباب راووزي- غزل




موږ پراوبو زړه ورلاهو کړو، ترې کباب راووزي
نور ترې اوبه څښي ، موږ چې ورشو نو سراب راووزي
دخپل چمن دتږو ګلو دخلاصون په خاطر 
غواړو باران  ترېنه د خیر ، هغه سیلاب راووزی
غواړو ترې پورې وزو ،دسیند په بله غاړه میشت شو
موږ چې پرې پښه کیږدو، ها تیږه نه، حباب راووزي
پښتون چې وغواړی لږ سازسامان د ژوند بدل کړي
څوک  یې دیکه کړي،سور دوینو انقلاب راووزي
ستړي سومانه  له زاهد نه شو، ساقي لیدوته
دمیکدې لور ته ورمنډه کړو ،محراب راووزی
هرګناهکارسره پرلار روان ،ملتیا یې وکړو
بس پدې تمه چې کیدای ترې ثواب راووزي
هسې یې هلته دلته ګورو ، راځﺉ ځان ته ځیر شو
دهرسوال ،هرپوښتنې به ځواب را ووزي
سل امیدونه،هیلې زړه کې ،شو روان یې شاته
دقافلې مو هر  سالار،خونخوار  قصاب راووزي
که یې غمونه واړه واورې ورته غوږ دې کیږدې
د(منتظر) له زړه به ډک یو لوی کتاب راووزي
6.9.2014

جلال اباد