محمدي: د نړېوالودنوېومرستو ژمنې زموږ تر توقع هم زیاتې دي.


بسم الله محمدي  وویل ،د ناټوهیوادو د ویلز په سرمشریزه غونډه کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به هر کال کال پنځه میلیارډه او سل میلیونه امریکايي ډالره مرسته کوي.
بسم الله محمدي چې د سرمشریزې د لومړې ورځې له بحث وروسته يې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې د تازه مرستې ژمنه د دوي له توقع هم زیاته ده.
نوموړي زیاته کړیده چې، تردې دمخه ،ناټو دڅلور میلیارډه او سلو میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه  ورکړې وه، خو په سرمشریزه کې د امریکا ولسمشر د نورواضافي  یو میلیارډ ډالرو  د مرستې ژمنه کړې ده.
خو د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن  ویلي چې،د افغانستان سره به دا مرستې مشروطې او ڼاټو به  يې د لګښت څارنه کوي. د نوموړي په وینا، ناټو غواړي چې افغان حکومت دامرستې په شفافه توګه مصرف او ولګوي