دناټو ټلواله د (اسلامي دولت) په خلاف جګړې ته چمتوده



د برتانیا په ویلز کې دناټو په سرمشریزه کې ، دامریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، په عراق کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پرخلاف د امریکې او ناټو نظامي ټلواله  جګړې ته چمتو دی.
د امریکا د دفاع  وزیر چک هېګل ویلي، په دغه ټلواله کې امریکا، برتانیا، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، ایټالیا، پولنډ او ترکیه شامل دي.
بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ناټو سرمشریزه کې د دفاع د وزیرانو یوه غونډه راوبلله، چې په عراق کې د "اسلامي دولت" پرخلاف د یوې ټلوالې جوړولو موافقې ته ورسېږي.
کیري وویل: "موږ باید پر هغوی داسې   یو برید وکړو، چې د پرمختګ مخه یې ونیوله شي، د عراق د امنیتي ځواکونو او په سیمه کې د نورو هغو ډلو ملا وتړو، چې د اسلامي دولت پروړاندې جنګېږي."
اوباما وویل ،  ټلواله به ، پخپل منځ  کې  دپوځي او استخباراتي معلوماتو دشریکولو تر څنګ ، ډیپلوماټیکې هڅې هم همغږې کوي.
اوباما وویل، واشنګټن به د "اسلامي دولت" ډله د القاعدې شبکې په څېر وځپي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند مخکې ویلي وو، که چېرې د عراق حکومت غوښتنه وکړي، هېواد یې په عراق کې د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې پوځي همکارۍ ته چمتو دی.
خو د کاناډا لومړي وزیر سټیفن هارپر وویل، هېواد یې عراق ته د دغه هېواد له ځواکونو سره د اسلامي دولت د جنګیالیو پرضد جګړه کې د سلامشورې ورکولو ته چمتو دی.