پاکستان دنوي افغان ولسمشر سره د ښو اړیکو دلرلو په هڅه کې دی

 د پاکستان د لومړي وزیر  د ملي امنیت سلاکار  سرتاج عزیز د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خړې پړې اړیکې به نوي ولسمشرپه راتګ سره  ښې شي.
ښاغلي عزیز وویل چې ، دغه اړیکې،دافغانستان دپخواني ولسمشر حامد کرزی دواکمنۍ په وروستیو کې خړپړې شوې دي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د امریکا وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي:«موږ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ښې او ګټورې خبرې کړې وې. د دواړو خواوو اړیکې ، په تېره بیا د ټرانزیټ، سوداګرۍ، د لویو لارو د جوړولو، د برېښناکوټونو، او د اورګاډي د پټلیو د جوړولو په برخو کې ښې شوې وې ، خو د کال په پیل کې هر څه ساړه شول . که رښتیا وایم موږ نه پوهېږو چې ولي داسي وشول .»
کرزي په خپله وروست
ۍ وینا کې وویل  چې د پاکستان ملکي حکومت د افغانستان په وړاندې بده اراده نه لري خو پوځ او استخبارات یې غواړي چې افغانستان یې ترلاس لاندې وي.
سرتاج عزیز وال ستریټ ژورنال ته ویلي:«واک ته د افغان طالبانو رسېدا زموږ په ګټه نه ده. آی ایس آی له ۱۹۸۰ لسیزې را په دې خوا له طالبانو سره اړیکې نه دي لرلي. پاکستان هیڅکله نه دي غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او یا د طالبانو په شمول د کومې ډلې ملاتړ وکړي.»

دیادوونې وړ ده چې ،طالبان په نوي یمه لسیزه کې د مجاهدینو ترمنځ د خپلمنځو جګړو وروسته رامنځته شول چې په  ۱۹۹۶ میلادي کال کې یې کابل ونیوه او په ۲۰۰۲ کال کې دامریکا له خوا د واک وپرځول شول.