دافغانستان نوي منتخب ولسمشر لوړه وکړه

نن اشرف غني احمدزي د افغانستان د نوي ولشمر په توګه لوړه وکړه. دولسمشر تر لوړې وروسته ،نوي ولسمشر خپلو دوه مرستیالان جنرال عبدالرشید دوستم او سرور دانش ولوبیزل (لوړه واخیسته).
د لوړې تر مراسمو دمخه دهیواد پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، له نوي مشرتابه سره به تروسه وسه مرسته او همکاري کوي.
په مراسمو کې د پاکستان ولسمشر او د هند مرستیال ولسمشران، د پښتونخوا ملي مشران او د یو شمېر هیوادونو وزیران برخه لري.
وروسته ولسمشر اشرف غني احمدزي د بیلو بیلو  فرمانونو په لاسلیکولو سره، عبدالله عبدالله د ملي یووالي د حکومت د اجرايي چارو د رييس، انجنیر محمد خان او محمد محقق د هغه د مرستیالانو او احمد ضیا مسعود د افغانستان د ولسمشر د اداري اصلاحاتو د ځانګړي استازي په توګه وټاکل.
د فرمان له لاسلیکولو وروسته ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او د هغه  دوه مرستیالان ولوبیزل.

عبدالله عبدالله دخپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ، له نن نه پس به دواړه ټیمو د یو ټیم په څیر کار کوي .