افغانستان د امریکا دمتحده ایالتونو او ناټو سره تړونونه لاسلیک کړل

د افغان حکومت، امریکا او د ناټو چارواکو نن دسپټمبر په دیرشمه نیټه  په ارګ کې د افغانستان او امریکا او د افغانستان او د ناټو ترمنځ امنیتي تړونونه لاسلیک کړل . ددې تړونونو پر بنسټ به د امریکایي او د ناټو محدود شمیر پوځیان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان پاتې کیږي .
د افغانستان له لوري تړونونه د افغانستان دولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د امریکا له اړخه په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنګهم او د ناتو له خوا په افغانستان کې ددغې ټولنې ملکي استازي لاسلیک کړل.
د تړونونو د لاسلیک په وخت د افغانستان ولسمشراشرف غني احمدزی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، جهادي مشران  صبغت الله مجددي ، پیر سید احمد ګیلاني او د ولسمشر او اجرائیوي رئیس مرستیالان حاضر وو.
د افغانستان ولسمشر د تړونونو د لاسلیک وروسته په خپله وینا کې د تړونونو لاسلیک د افغانستان د ملي حاکمیت د بشپړیدلو په معنی وګڼه، وویل چې سر له ننه یوازې افغان ځواکونه په خپل هیواد کې د محاربوي عملیاتو مسولیت په غاړه لري.
ښاغلي احمدزي وویل "نن هغه ورځ ده چې افغانستان خپل ملي حاکمیت په اساسي توګه لاس ته راوړي".
ښاغلي احمدزي د افغانستان ګاونډیانو ته ډاډ ورکړه چې دا تړون په هیڅ ډول د هغوی په زیان نه دی.
عبدالله عبدالله هم په خپله وینا کې ددغه تړون په لاسلیکولو کې د ځنډ یو علت په تړون کې د افغانستان ګټو ته ځای ورکول، وښودل.