ملګري ملتونه : دواړه نوماندان دې دملي یوالي دحکومت د جوړولو په تړاو ژرتر ژره موافقې ته ورسي



په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي د سپټمبرپه نولسمه خبرداری ورکړی ، چې افغان نوماندان بايد ژر د ملي يووالي دحکومت  جوړولو لپاره جوړجاړي ته ورسیږي،تر څو هېواد له کړکیچه ژغورل شوی وي.
د فرانس پريس خبري اژانس د راپورله مخې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي يان کوبيش د ملګروملتو امنيت شورا ته وويل:«که د رايو د پایلو تربشپړواضح کیدو پورې  جوړجاړی ونشی، نوي خوځښتونه به رامخې ته شي ، بې باوري ته به لمن ووهي او ان دکړکیچ ګواښ به هم را پیدا کړي
نوموړي زیاته کړې ، د ملي یوالي نوي حکومت به افغانستان ته د مليارډونو ډالرو د مرستو  تضمين وکړي.
یان کوبیش ټینګار وکړ چې، د انتخاباتو څو مياشتنۍ مرڼې ،په افغانستان کې د جګړو له زياتېدو سره مرسته کړې ده.
په همدې حال کې په ملګروملتو کې د بريتانيا سفير د افغانستان په اړه د امنيت شورا درې مياشتني بحث ته په وينا کې ويلي چې، له ټولو افغان خواوو غواړي چې د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره په ګډه کار وکړي.
سفير لايل ګرانټ د امنيت شورا غونډې ته د يان کوبيش د راپور له وړاندې کېدو وروسته وويل، د ښاغلي يان کوبيش راپور وښوده چې د افغانستان وضعيت ښه نه دي نو پکار ده چې امنيت شورا د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ته په کلکه  پيغام ولېږي چې، په راتلونکو ورځو کې خپل اختلافات حل کړي او د ملي يووالي د حکومت د جوړولو په اړه خپله  پریکړه  وروستۍ کړي .