ځانته غم مې وکوت - غزل

غزل
چې مې دستا سترګې ستایلې، ځانته غم مې وکوت
د غرور غره ته وختلې، ځانته غم مې وکوت

دکوه قاف مې ښاپیرۍ، سپینه سپوږمۍ بلې
درته لیکلې مې غزلې ، ځانته غم مې وکوت

ما  دې چې بام ته د کوڅې نه سره ګلان اچول
خود ته په کاڼو به مې ولې، ، ځانته غم مې وکوت

لکه چنار نیغ او اوچت وجود مې نه خوښیده
عشق کړم ملا کوږ لکه دولې،ځانته غم مې وکوت

غوښتل مې غږ دوخت حاکم په خلاف پورته کړمه 
راته یې شونډې وګنډلې، ځانته غم مې وکوت

دابه اثردپسرلي وي، د چم پیغلې واړه
ښکاري ښایسته یوه تربلې، ځانته غم وکوت

نور خو یې نور، د بڼو لاندې یې کتل لګوي
د(منتظر) په زړه منګولې، ځانته غم مې وکوت

جلال اباد
31/12/2013