ولسمشرښاغلی احمدزي د کابل بانک د دوسیې دبیا څیړلو امر کړیدی

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي دکابل بانک د دوسیې دیوځل بیا څیړنې امر ورکړیدی .
ښاغلي احمدزي ویلي دي چ
ې، له فساد سره به په ټینګه مبارزه کوي او دنوي کابل بانک دوسیه بایدراسپړل او یوځل بیا وڅیړل شي .
دکابل بانک داتو سوو نه تر زرو میلیونو ډالرو پورې پیسې  د حامد کرزي دواکمنۍ په مهال اختلاس شوې وې چې دپخواني ولسمشر کرزی او مارشال محمدقسیم فهیم خپلوان یې په غله کې ښکیل بلل شوي وو.  

وروسته دا بانک د افغانستان ملي بانک ته وسپارل شو او بېرته د هغه ونډې داوطلبۍ ته وړاندې شوې .