د نیش لرونکو هوسیو نسل چې په افغانستان کې ژوند کوي


د Wildlife Conservation Society (WCS) په نوم د ژیود ژغورنې یو ټولنې،په افغانستان کې د هوسۍ د داسې یوه نسل دشتون پخلی کړیدی،چې وینې څښونکو ته ورته نیشونه لري.
نوموړې ټولنې د نیش لرونکو هوسۍ په اړه د څیړنو نه وروسته، د اکټوبر په دوویستمه نیټه پدې اړوند یو رپورټ خپورکړی .
دوروستي رپورټ له مخې چې په اکټوبرکې د اوریکس (Oryx) ژورنا ل لخوا خپورشویدی، دهوسیو دغه نسل دافغانستان د شمال ، په ډبرینو ځنګل لرونکو سیمو کې لاتراوسه ژوند کوي.
دغه هوسۍ چې د کاشیر په نوم مشهوره ده، کابو شپیته کاله دمخه د یوې ډنمارکي څیړونکي ټیم له خوا لیدل شوې وه. دغه ټیم ددغو هوسیو په دپنځو ژویو لیدل ثبت کړیدي چې،درې ځله یې د نر هوسی او یوځل هم یوه هوسۍ دځوان نر سره، چې کیدای شی دغه نرهم دهمغو دریو نرانو څخه یو وي.
د دغه رپورټ لیکونکي،د وایلډلایف کونزرویشن دټولنې نه سټیفان اوسټروسکي (Stephane Ostrowski) او پیټر ظاهر(Peter Zahler) ، د دلیډز (Leeds) پوهنتون څخه حاقیق رحماني (Haqiq Rahmani) او جان محمد علي او ریتا علي د افغانستان د نورستان د وایګل څخه دي.
د ژوند لپاره دچاپیریال د نشتون او دښکار له کبله،دغه نسل د طبعیت د ژغورنې دنړیوالې ټولنې (IUCN) لخوا د ژویو په هغو نسلونو کې شامل شویدی چې د ورکیدو په درشل کی دي.