څوک په اوبو کې پل د ورک جانان دپښې لټوي - غزل

څوک په اوبوکې پل دورک جانان دپښې لټوي
څوک په نیستۍ کې دتل پاتې ژوندشیبې لټوي
چاده ځولۍ کلکه نیولې دنفرت اوکرکې
پکې دمینې،محبت خوږې وږمې لټوي
څوک جل وهلی،دسراب لورته په ځغاسته روان
غواړي کړي ماته خپله تنده پرې،ویالې لټوي
بلبل دګل ښايست دځان لپاره غم جوړکړی
ناست تمام عمريې صفت لره نغمې لټوي
پتنګ دشعمې درڼواوښکوطواف لره ځي
خپلووزرو ته داوربلې لمبې لټوي
څوک مات زړګی،ماتوخیالونو،مات څراغ په لاس کې
لګیادیار تصویرپرماتې اېینې لټوي
څوک غټې خیټې، غوړې ږيرې ناست وي پاس په ممبر
خپل به هرڅه کړي،خووبل ته به مسلې لټوي
څوک تیرله سره خولمن دحقیقت نه پریږدي
سکون تل پاتې دوجدان له وسوسې لټوي
واړه روان دي دمنزل په لوري [خاوځې] کوي
دچاسودادنغدوخوښه ،څوک وعدې لټوي
(منتظر) نه کوي هوس،ترینه ده ورکه مینه
بس کله غیږکې یې ددې،کله هغې لټوي
30/01/2012
جلال اباد
خاوځې = ناکامې هلې ځلې