غزل - سعود بنګش


رباب په غاړه، ځي بد مـــــــــــــــــــــــستو ترانو قافله
د بلبلانو، د طوطی
ـــــــــــــــــــــــــانو، تکو شنو قافله

داسې پړاو کې یم، چې هـــــــر خوا دی د کاڼو باران
کاڼي په سر خورم، بچ کووم د ای
ـــــــــــــــــــــئنو قافله

زاهده! ستا تسپو نه، ډیره ده، سپـــــــــــېڅلي په ما
زما معصوم، جانان د غ
ـــــــــــــــاړې، هار دانو قافله

زه ورپسی، ډک جام په لاس کې تـیندکونه خورمه
مخکې روانه ده د ښ
ـــــــــــــــــــــــــــکلو میخانو قافله

د هر یو قام قافله جوړه شوه، اميـــــــــــــر يې جوړ شو
خو جوړه نه شوه، د بدبخ
ـــــــــــــــــــــتو پښتانو قافله

زما( سعـــــــــــــــود) به هم پکې وي، ما ته هم ووايئ
که هر چا ولی
ـــــــــــــــــــــــــــده، په دشت د لیونو قافله

سعود بنګښ