چبه = ستونزه، مشکل، تکلیف، جنجال
- یره، ددې سړي سره کارمه لره، هسې په چبه
ورسره اوړې
ـ په ډیره چبه مې تر دې ځایه ځان راورساوه
ـ دومره چبه زما له لاسه نه ده پوره
چبیدل = ګوډ ګوډ کیدل، ګوډ ګوډ په لاره تلل
ـ څنګه چبیږې ، خیرت خ و دی؟
ـ هغه غوا چبیږي،لکه چې پښه یې خوږ ده...!