غزل - بهار وزیر

دومره ښایست چې به سړی ورته حېران پاتې شي
په داسې چم کې به مو خاورې روغ ایمان پاتې شي

د جانان هره ادا هر سينګار په زړه پورې وي
د زړونو ښکار کړي چې پېکی یې په مخ وران پاتې شي

کلی دې ښه دی ښار ته مه راځه نیازبینې جينۍ
په تا ودان دی زمونږ کلی چې ودان پاتې شي

غر مو لمبه شو ښار مو ژاړی بيابان خفه دی
په دې اورونو کې به خاورې ستا ګلان پاتې شي

بهاره پرېږده له زړه تېر شه زړه به کار کوي خپل
بهاره شکر باسه روغ دې چې ګرېوان پاتې شي

بهار وزیر