غزل - درمان بیټنی

وږمې چې له هوا سره بادیږي لیدی  نشي
د زلفو خوشبويي دې محسوسیږي،لیدی  نشي
ته ګوره زما سپین رنګ یې څه سوی سوی سکورکړ
یو اور دی زما زړه کې چې بلیږي لیدی نشي
منم چې ډیرحسین دی،سندریز دی،خوسپرلی دی
یوحسن دی په ما چې راخوریږي لیدی نشي

زه ټوله شپه شوګیر کړم او ما ټوله شپه ويښ ساتي
ګل، درد مې زړه کې څړیکه ،څړیکه کیږي،لیدی نشي
کم عقلو، په دې خلکو د شیشو سپینو ماڼو کې
ژوندون دلته په دوه لاسه لوټ کیږي ،لیدی نشي

یوخیال دی،یوه تنده،یوه هیله یو ارمان دی
په شپه کې راته سیوری ،سیوری کیږي،لیدی نشي

داستا په دې جهان کې چې زه کوم ښکلي ته ګورم
داساز غوندې مې زړه ته راګډیږي، لیدی نشي

(درمانه ) ورته ګوره ،څه عجیبه ننداره ده

یوخیال دی دچا شنه خال کې ورک کیږي،لیدی نشي

درمان بیټنی