دافغانستان د ملي امنیت ریاست دملاعمر د ژونديوالي په اړه شک ښکاره کړیدی

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د طالبانو یو شمېر قومندانانو،غوښتل چې ملا محمد عمر سره وګوري، خو دوی د خپل مشر لیدو ته پرې نښودل شول.
د ملي امنیت ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې، د طالبانو یو منهم قومندانان ملا اختر منصور پرې نښودل چې له ملا عمر سره وویني.ملي امنیت دا خبره وروسته له دې وکړه چې په یو شمېر راپورونو کې ادعا وشوه چې ملا عمر له څو کلونو راهیسي هیچا نه دی لیدلی او کومې اعلامیې چې د اخترونو په مناسبت د ملا عمر په نوم خپرېږي، دهغه له لوري ندي.
دې ټکی ته په اشارې سره ، ښاغلي صدیقي وویل:«د ملا اختر محمد منصور له لوري، چې د ملا عمر نژدې کس دی، له خپل مشر سره د طالب قومندانانو د کتنې مخنیوي د ملا عمر د ژوندیتوب په اړه شکونه پیدا کړي دي.»
د اکټوبر په دریمه نیټه، د طالبانو ویاند داختر په ویاړ د ملا عمر ته پیغام خپور کړ. په دغه پیغام کې د ملا عمر د اختر د مبارکۍ ترڅنګه داهم ویلي چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې ناکام شوي دي.
خو د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند بیا ویلي چې د طالبانو د یو شمېر لویو قومندانانو په منځ کې ژور اختلافات پیدا شوي دي.

د ملي امنیت د ریاست ویاند وايي چې،طالبانو په تېر یوه کال کې خپل جګړه ایز تاکتیکونه درې ځلي بدل کړی خوهر ځل یې تاکتیک ناکام شوی دی.