دافغان مافیا نامتو مشر استالفي پانسۍ شو



دراپورونو له مخې ، په افغانستان کې د مافیا نامتو مشر حبیب استالفي نن  داکټوبر په اتمه نیټه،  په کابل کې پانسۍ شو.
داستالفي د پانسۍ فرمان دتیرې میاشتې په وروستیو کې ، پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزی لاسلیک کړی وو.
استالفي په تښتونو،وژنو ، د نړیوال بانک د دریو میلیونو ډالرو په ګډون ، وسله والو غلاوو او نورو جرمونو تورن ګڼل شوی وو.
استالفي د تیر کال په اکټوبرکې د افغان پولیسو له خوا په کابل کې، کله چې نوموړی  غوښتل یو سوداګر وتښتوي،  نیول شوی وو .