ښاغلي احمدزي په لویه څارنوالي کې د اصلاحاتو لپاره سلا مشورې وکړې



ولسمشر احمدزي په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتود راوستو په اړوند یوه  غونډه کې له رسنیو وغوښتل چې د فساد د دود د ختمولو لپاره په ولس کې د فسادپر ضد روحیه غښتلې  کړي.
ښاغلي احمدزي  تېر ماښام د پوهنتونونو استادان، حقوق پوهان، د سوداګرۍ خونې غړي، مدافع وکیلان، صنعتکاران، د بشري حقونو او د ښځو د ټولنو غړي ارګ ته وربللي ول ،چې په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره مشورې ترې واخلي .
د ارګ د خبرپاڼې  له مخې ، دغونډې برخه والو  د لویې څارنوالۍ د مشرتابه پلاوي د ټاکل کېدو د معیارونو، د فساد د مخنیوي، د  مکافاتو او مجازاتو د اصل د پلي کیدو په باب خپل نظرونه او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې په لویه څارنوالۍ کې کوټلي بدلونونه  راولي.
 ښاغلي احمدزي د غونډې د برخه والو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل ،« د څارنوالۍ اصلاح یوه حیاتي موضوع ده ځکه چې د عدالت ټینګښت هم په همدغه بنسټ پورې اړه لري. موږ باید داسې څارنوالي ولرو چې د افغانستان خلک پر هغې باور ولري.»
ولسمشر ټینګار وکړ چې ،څارنوالي باید د ټولنې له هر وګړي سره بې توپیره چلند وکړي، د قانون په وړاندې قوي او کمزوری وجود نه لري، د ټولنې هر وګړی د قانون پر وړاندې یو خيل حقوق او مکلفیتونه لري .
دا پداسې حال کې ده چې ،د شفافیت د نړیوالې ادارې، د راپورونو له مخې  افغانستان  دنړۍ دهغو دریو هیواد څخه دی چې د فساد کچه پکې تر ټولو لوړه ده .
ښاغلي  احمدزي دا هم وویل چې ، د قانون له حاکمیت پرته خصوصي سکټور نه شي کولای فعالیت وکړي،  د قانون په پلي کیدو  سره به په هېواد کې بنسټیز بدلونونه راشي .
نوموړي زیاته کړې ، افغانستان یو اساسي فرهنګي بدلون ته اړتیا لري، داسې فرهنګي بدلون ته چې د فساد د فرهنګ مخه ونیول شي او له فساد سره د مبارزې فرهنګ پیاوړی شي.