دایران او پاکستان سرحدي ځواکونو یوځل بیا پریوبل ډزې کړی



د ایران او پاکستان سرحدي ځواکونو د دوو هیوادونو په پولو کې  یوځل بیا پر یو بل ډزې وکړې.
په دغو نښتو کې چې دپاکستان او ایران د بلوچستان دایالاتونو په پولو کې شویدي، دواړو خواوو له ماشنیګڼو او هاوانونو څخه کار اخیستی دی.
پاکستاني چارواکي وايي  چې، د ایران  له خاورې د دوی لور ته د هاوان ۶ ګولۍ ویشتل شویدي چې  چې په دښته کې لګیدلې دي او مرګ ژوبله یې نه درلودله . چارواکي زیاتوي چې ، دوی یې هم ځواب ویلی دی.
تېره اوونۍ د ایران یوه پوځي چارواکي ویلي وو  چې، تهران داسې اسناد لري چې ښيي وسلوال کسان د بریدونو لپاره له پاکستان څخه ایران ته وراوړي .
د ایران د سپاه پاسداران جګپوړي قومندان عبدالله عراقي د دې هیواد دولتي تلویزون ته په مرکه کې ویلي، دا مسله به له ډیپلوماټیکو لارو تعقیب کړي  .
نوموړي زیاته کړې، د ایران امنیتي ځواکونو پاکستان چارواکو ته داسې اسناد ور کړي چې ،ایران ته له پاکستان څخه د وسلوالو ور اوښتل ثابتوي  .
عراقي دا ادعا یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د پاکستان سرحدي ځواکونو وویل، د ایران پوله ساتو ځواکونو د دوی د ګزمې پر یو موټر ډزې کړي چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوې دي .
یو ایراني جنرال حسین سلامي د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې، ایراني ځواکونه به د وسلوالو د ور اوښتو د مخنیوي لپاره د پاکستان خاورې ته هم  ننوزي .