ولسمشر عني سیاسي مخالفینو ته دسولې بلنه ورکړې



د افغانستان ولسمشر د وسله والو طالبانو په ګډون، د خپل حکومت ټولو سیاسي مخالفو ډلوته بلنه ورکړې چې  د سولې له پروسې سره یوځای شي .
ولسمشر غني وویل :
 مخالفې ډلې باید دا خیال له سره وباسي چې له افغانستان به د نړېوالو پرضد د جګړې ډګر جوړوي. نوموړي په پیکینګ د اسیا زړه تر نولاندې د څورلسو هیوادونو د بهرنیو چارو دوزیرانو په غونډه کې دوینا په ترڅ کې، دا دخپل حکومت تر ټولو مهم کار وباله :
سوله زموږ تر ټولو ستر لومړیتوب دی. موږ سیاسي مخالفینو، په ځانګړي ډول، وسله والو طالبانو ته بلنه ورکوو چې له افغانانو سره خبرو اترو ته کیني .زه له خپلو ټولو نړېوالو ملګرو غواړم چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو لپاره، د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.″
نوموړي زیاته کړې: موږ باید مخالفو ډلو ته چې د یوه ستر وهم او خیال پراساس عمل کوي، اجازه ورنه کړو او اجازه نه ورکوو چې زموږ له هېواده د نړېوال سیسټم په وړاندې د مبارزې د ډګرپه توګه کار واخلي.″
داسوشیتد پرس اژانس په اند، د وسله والوطالبانو په وړاندې د اشرف غني او د افغانستان د پخواني ولسمشرحامد کرزي، د خبرو په لهجه کې جوت توپیر  لیدل کیده.
پخواني ولسمشر حامدکرزی تل  وسله والو طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوه او په افغانستان کې یې د امریکا پر پوځي شتون نیوکې کولې .
لاتراوسه داجوته نده چې دحکومت مخالفین په ځانګړې توګه،طالبان به د ولسمشر غني ددې وړاندیز په وړاندې څه عکس العمل وښيي.
اشرف غني نن په پيکنګ کې د خبرو پرمهال په افغانستان کې د سولې د افغاني پروسې پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل:

نن دچین ولسي جمهوریت ته د ولسمشر غني د څلور ورځني سفر وروستۍ ورځ ده چې د څورلس اسیايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په وینا سره  پاي ته رسیږي.
دیادوونې وړ ده چې پدغه غونډه کې د چین لومړي وزیر کیکیانګ  وویل چې، چین به  په افغانستان کې دسولې دپروسې ملاتړ یوازې په خبرو کې نه بلکې په عملي توګه به پدې برخه کې ګامونه پورته کړي، ترڅو افغانستان وکولای شي پخپله د پرمختګ جوګه شي .
موږ غواړو د دې کنفرانس له لارې ، سیمې او نړیوالو ته دا پیغام ورکړو چې په  افغانستان  کې د ټیکاو او لیږد او پراختیا دوامدار ملاتړ کوو، د افغانستان سوله ایزې رغونې ته ژمن  یو او د افغانستان راتلونکې ته خوش باور ه یو . ″